څلور ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو نیول شوي

څلور ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو نیول شوي افغانستان
باميان ولايت کې هم ۲۱۰ کيلو ومان ترلاسه اوله منځه وړل شوي دي

کورنیو وازرت د هېواد ۴ ولایتونو کې د نشه يي توکو خرڅلاو په تړاو د ۱۱ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د وزارت له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي، چې له دې ډلې یې ۹ تنه د ننګرهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې له ۸ کيلو شيشې، چرسو او نشه يي ګوليو سره یو ځای نيول شوي دي.

 خبر زیاتوي، چې تخار کې يو تن د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو ،پنجشېر کې يو تن له ۹۸ پاکټه نشه يي ګوليو سره نیول شوي دي.

 همدارازباميان ولايت کې هم  ۲۱۰ کيلو ومان ترلاسه اوله منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي، په هېواد کې د نشه یي توکو قاچاق او کاروبار پر وړاندې د اسلامي امارت ګړندۍ مبارزه د هېواد دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شوې او مسؤلین توانېدلي ، چې په کمه موده کې د یادو توکو ګڼ شمېر کاروباریان ونیسي او کارخونې یې له منځه یوسي.

تړلي موضوعات