د لوګر لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو زده کړو له ۲۰۰ زیات سیمه ییز ټولګي پیل شوي
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د (WYFA) په نوم مؤسسه د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې ۲۳۸ سیمه یيز ټولګي جوړوي، چې پکې به وړو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د دې ولایت د پوهنې ریاست رئیس جنت ګل عزیز ویلي، چې دا ټولګي تیره ورځ پنج شنبه پیل شوي، چې یو کال به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسیف او ځینو نورو مؤسیسو له لوري هم په لسکونو ټولګي رامنځته شوي، چې پکې ترسلګونو پورې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.