۲۰۵ قوال اردو څخه ۸۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

۲۰۵ قوال اردو څخه ۸۵۰ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
د هېواد له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع ته چمتو دي

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ۲۰۵ قوال اردو څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین له درېیو میاشتو  مسلکي، عقیدوي او نظامي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. 

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په دې فراغت  غونډه کې د یادو منسوبینو د ستاینې تر څنګ زیاته کړې، چې د اسلامي اردو لیکې له مسلمانو ځوانانو څخه جوړې او د هېواد د ساتنې، او د امنیت ټینګښت او شریعت نافذولو لپاره هڅې کوي. 

دغه راز فارغ شویو منسوبینو ډاډ ورکړی چې په هر ډول شرایطو کې د هېواد له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع ته چمتو دي.

تړلي موضوعات