اسلامي امارت: اسلامي هېوادونه دې غزې په اړه مؤثر اقدمات ترسره کړي

اسلامي امارت: اسلامي هېوادونه دې غزې په اړه مؤثر اقدمات ترسره کړي سیاست
اسلامي امارت بیرغ

د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو له لوري غزه کې روان وحشت یو ځل بیا په کلکو ټکو غندلی دی او له عربي او اسلامي هېوادونو یې په ټینګه غوښتي، چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري او د مؤثرو او معناداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل ديني او انساني مسؤليتونه ادا کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که چېرې ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو نور مدعي سازمانونه  خپلو اعلاني ارزښتونو ته رښتينی تعهد لري بايد په غزه کي د اسرائيلو د بشر ضد جرمونو پرخلاف د رښتيني، روښانه او منصفانه دريځ پر خپلولو سره د روان وحشت مخه ونيسي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي اشغالګر پوځ شاوخوا ۴۰ ورځې کېږي، د غزې پر مسلمانانو وحشیانه بریدونه کوي او څو ورځې وړاندې یې پر غزې پراخ ځمکنی یرغل هم پیل کړ، چې تر دې دمه غزه کې شاوخوا ۱۲ زره فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي دي.

تړلي موضوعات