جاپان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ۳۶ میلیون ډالر مرسته کوي

جاپان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ۳۶ میلیون ډالر مرسته کوي افغانستان
له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۵۸ میلیون ډالره مرسته کړې وه

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا د دویمې برخې مسئول له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۳۶ میلیون ډالر مرسته کوي. 

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملامحمد عباس اخوند د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا دویمې برخې مسئول ریویچي فونتسو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ګډو پروګرامونو او پروژو په اړه خبرې اترې کړي. 

په دې کتنه کې د افغانستان او جاپان د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار د ترڅنګ دغه جاپاني چارواکي له افغانستان سره د جاپان د مرستو پر دوام سربیره د روان میلادي کال تر پایه له افغانستان سره د جاپان د ۳۶ میلیون ډالره مرستې ژمنه کړې. 

دا په داسې حال کې ده، چې جاپان تېر کال هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۵۸ میلیون ډالره مرسته کړې وه.

تړلي موضوعات