عباس ستانکزی: اسلامي امارت هیچا ته د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو او ګډوډۍ اجـازه نه ورکوي

عباس ستانکزی: اسلامي امارت هیچا ته د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو او ګډوډۍ اجـازه نه ورکوي سیاست
شېرمحمد عباس ستانکزی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کاپیسا کې د هوسا ولس او مسؤل نظام تر عنوان لاندې غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت هیچاته د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو او ګډوډۍ اجازه نه ورکوي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره جنګ او زورواکي پای ته رسېدلې، د افغانانو تر منځ یووالی لا ټینګ شوی او ډلې ټپلې له منځه تللې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دې غونډه کې له ټولو هېوادوالو په ځانګړې ټوګه د کاپيسا له خلکو څخه غوښتي چې د پردیو او د هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږي او د حاکم اسلامي نظام په بشپړ ملاتړ سره د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

تړلي موضوعات