تېره ورځ ۲۶۰۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېره ورځ ۲۶۰۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالې کمېسیون د راپور له مخې، د تېرې سه شنبې په ورځ ۲۶۰۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

یاد کمېسیون ویلي، دغه شمېر کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۲۶۲ تنه کیږي له ایران او پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې، د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې ۴۶۰ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ۳۴۷۴تنو کډوالو سره بیا مرستې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې دې چارې د کډوالو نړېوالو بنسټونو اندېښنې هم راپارولې دي او هغه یې د کډوالۍ اصولو خلاف کړنه بللې.

تړلي موضوعات