حوثي ځواکونو د اسرائیلو بن ګوریون نړېوال هوايي ډګر او دوه نور اهداف په نښه کړي

حوثي ځواکونو د اسرائیلو بن ګوریون نړېوال هوايي ډګر او دوه نور اهداف په نښه کړي سیمه

د یمن حوثي وسله والو ځواکونو څو شېبې وړاندې خبر ورکړی، چې د « ذوالفقار» بالسټیک توغندي او ډرون الوتکو پر مټ یې د اسرائیلي اشغالګرو نړېوال بن ګوریون هوايي ډګر په نښه کړی دی.

د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع وايي، چې د دې مهم هدف په نښه کېدو تر څنګ یې د اسرائیلو ام‌الرشراش بندر او «نقب» سیمه کې یو پوځي مرکز هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.

ښاغلی سریع زیاتوي، چې دا بریدونه یې د غزې پر ننګه کړي دي او غزه کې روانو وحشتونو غبرګون کې به خپل نظامي عملیات لا پراخ کړي او اسرائیلي اهداف به په نښه کړي.

د یادونې وړ ده، چې حوثي ځواکونو تېره ورځ هم د ډرون الوتکو په وسیله د اسرائیلو دوه اهداف په نښه کړي وو او تېرو څو ورځو کې یې د اسرائیلو سره تړاو لرونکې دوه لویې بېړۍ له منځه وړې وې.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات