هيڅوک په پخوانيو کړنو نه نيول شوي او نه څارل کېږي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان اسلامي امارت زعيم له لوري د عمومي عفوې فرمان ټولو ته خوندیتوب وربښلی.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې هيڅوک په پخوانيو کړنو نه دي نيول شوي او نه څارل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د يو شمېر کسانو د نوملړ له افشا کېدو وروسته د هغوی د څار او تعقيب راپورونه چې خپرېږي ناسم دي او هیڅوک د چا د تعقیب یا ورته د زیان رسولو اجازه او حق نه لري.
فطرت همداراز ویلي، د دوی اړوند ټول اسناد او معلومات په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دغه راز استخباراتو لوی ریاست کي شته او اړتیا نه لري د بریټانويانو له خوا افشا شويو اسنادو څخه استفاده وکړي.
اسلامي امارت هغه ګنګوسې هم رد کړې، چې ګواکي دوی له دغو اسنادو په استفادي د هغو خلکو کورنۍ وېروي، چې له بریټانیوي ځواکونو سره یې کار کړی.
دا په داسې حال ده، چې د بريټانيا دفاع وزارت يوه چارواکي په تېروتنې سره تر ۴ زرو پورې د هغو افغانانو هویت خپور کړی، چې له دوی سره یې کار کړی.