اتلانتیک مجله: د ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان ماشومانو ته د تېار شویو ۵۰۰ ټنه بسکوټو سوځېدو امر کړی
اتلانتيک مجلې د خپلو سرچينو له قوله ويلي چې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د لوړو کالوريو لرونکو هغو ۵۰۰ ټنه بسکوټو د سوځولو امر کړی چې د افغانستان او پاکستان د کوچنيانو لپاره ځانګړي شوي وه.
سرچينې څرګنده کړې چې د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيا ادارې (USAID) د پخواني امريکايي ولسمشر جوبايډن د ولسمشرۍ پر مهال په دې خوږو ۸۰۰ زره ډالر لګولي وو چې لا هم دوبۍ کې په يوه ګودام کې پرته ده.
وروسته له هغه چې ټرمپ د امريکا د بهرنيو مرستو بهير ودراوه، د يادې ادارې کارکوونکو غوښتنه وکړه چې د دغو بسکوټو لېږد ته اجازه ورکړل شي، خو هيڅ ځواب يې ترلاسه نه کړ. دا هغه وخت و چې د دې خوړو د خرابېدو نېټه رانږدې شوې وه.
اتلانتيک زياتوي چې «د ټرمپ ادارې اوس دا پرېکړه کړې چې اړمنو کوچنيانو ته د استولو په ځای دا خواړه وسوځوي، د افغانستان او پاکستان کوچنيانو ته ځانګړي شوي دا خواړه خاورې ايرې شول».
راپور کې ويل شوي چې دغه اندازه بسکوټ د يوې اوونۍ لپاره د ۱۵۰ میليونه کوچنيانو بس وه. خو د امریکا اداره يې د سوځولو لپاره هم د ماليه ورکوونکو له پيسو ۱۳۰ زره ډالر پرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د حکومت د اغېزمنتوب د څار ادارې (DOGE) د هغه وخت مشر ايلان ماسک د فېبرورۍ په دويمه نېټه (USAID) يو مجرمانه سازمان بللی و او ويلي يې و چې بايد له منځه يووړل شي.
له همدې يوه ورځ وروسته ولسمشر ټرمپ د دې ادارې د بندولو پرېکړه وکړه، خو د همدې مياشتې په پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو چې د دې ادارې سرپرست ټاکل شوی و، وويل چې د ادارې ټول فعاليتونه به له سره وارزول شي، څو څرګنده شي چې پروګرامونه يې د حکومت له تګلارو سره سم دي که نه. هغه ويلي وو چې له بيا ارزونې وروسته به دا پرېکړه کېږي چې مرستې کنګل شي او که لا ډېرې شي.