اسرائیلو سره له جګړې وېره نه لرو، خو سوله او خوندیتوب غوره ګڼو
د سوریې حکومت ولسمشر احمد الشرع په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، له اسرائیلو سره له جګړې ویره نه لري، خو د سوریې ولس ګټې او سولې خوندیتوب ورته اهمیت لري.
نوموړي ويلي«موږ د هغو کسانو له ډلې نه یو چې له جګړې وېره ولرو، موږ خپل ژوند د خپلو خلکو د دفاع لپاره وقف کړی، خو د سوریې وګړو ملي ګټو ته تر جګړې او ویجاړیو لومړیتوب ورکوو.»
احمد الشرع ویلي، د ویجاړیو په پرتله د اصلاحاتو لار غوره ګڼې.
ښاغلي الشرع زیاته کړې، د روزيانو حقونو ساتنه یې لومړیتوب دی.
نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې اسرائیلو ګواښ کړی، که د سوریې ځواکونه سویلي السویدا ولایت کې په دروزیانو بریدونه وکړي دوی به یې له منځه یوسي.