د کورنیو چارو وزیر د ولایتونو د دفترونو له رئیسانو سره کتلي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چارو ادارې اړوند د ملي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ظرفیت لوړونې په موخه یو اونیز سیمینار وروستۍ غونډه کې د ولایتونو د دفترونو له رئیسانو سره کتلي او دې ناستې ته یې وینا کړې.
دې غونډه کې ښاغلي وزیر د ګډونوالو خدمات وستایل او د ولایتونو د دفترونو رئیسان یې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې مهم پل وباله او زیاته یې کړه، چې پر رئیسانو د ادارې ستر مسؤلیت پروت دی؛ له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.
خلیفه سراج الدین حقاني همداراز ویلي، چې د اسلامي نظام اعاده او د شریعت تطبیق یو ستر مسؤلیت دی، چې ډېر اخلاص، زحمت او هڅو ته اړتیا لري؛ موږ ټول باید په ټول وس د نظام د نېک نامۍ لپاره کار وکړو.
د یادونې وړ ده، چې دې غونډه کې ښاغلي وزیر د رئیسانو ستونزې اورېدلې او د اصلاح لپاره یې مشورې اخیستې او ډاډ یې ورکړی چې د یادو ستونزو د حل په موخه به لازم اقدامات وشي.