د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان جنرل کونسل باور لیک منلی
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هرات ولایت کې د ترکمنستان هېواد نوي جنرل کونسل باتیار یالوف باور لیک منلی.
دې ناسته کې چې پلازمېنه کابل کې وه، د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم ګډون درلود.
ښاغلي متقي نوي جنرل کونسل ته هرکلی ویلی او د افغانستان ـ ترکمنستان ۳۰ کلنې اړیکې یې مثبتې بللې دي.
بلخوا د ترکمنستان جنرل کونسل له بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د هرات ولایت له محلي حکومت سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار کوي.
د یادونې وړ ده، چې دې ناسته کې دواړه لوري د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو هم غږېدلي دي.