زیلینسکي ترکیې کې پوتین سره د لیدو لپاره چمتووالی ښودلی

زیلینسکي ترکیې کې پوتین سره د لیدو لپاره چمتووالی ښودلی نړۍ
د اوکرایین ولسمشر ویمیر زیلنسکي

د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي ویلي، چمتو دی چې د پنجشنبې په ورځ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ترکیه کې وګوري او خبرې ورسره وکړي.

زیلینسکي په خپله اېکس پانه لیکلي: «زه به شخصا ترکیه کې پوتین ته په تمه یم او هیله لرم چې روسان بهانې ونه لټوي.»

که څه هم تراوسه رسمي تائید شوې نه ده، چې ایا پوتین به خپله اوکرایین سره خبرو کې ګډون وکړي که نه.

خو تر دې وړاندې پوتین ویلي و، چمتو دی اوکرایین سره مخامخ خبرې پیل کړي، چې تر دې خبرو وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې ژر تر ژره دې د پوتین د خبرو له وړاندیز سره هوکړه وکړي.

تړلي موضوعات