غزني کې د کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي پرانېسته وشوه

غزني کې د کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي پرانېسته وشوه افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

ارګ د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې ویلي، غزني ولایت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د هغو کډوالو لپاره، چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو را اېستل کیږي نوی ښارګوټی پرانېست.

 په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې اداري مرستیال ویلي، د اسلامي امارت رهبري او مسؤلین هڅه کوي څو هغو هېوادوالو ته چې په اجباري ډول له ګاونډیو او نورو هېوادونو را اېستل کیږي په کور دننه ورته د هوساینې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت راستنېدونکو ته د خدماتو او ټولنیزې هوساینې برابرولو لپاره خپل وس نه درېغوي.

 سرچینه وايي، غزني ښار کې د راستانه شویو لپاره دغه ښارګوټی په څلور زره جريبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او لومړی فاز یې له ۱۹۰۰ جریبه څخه زیات دی.

تړلي موضوعات