د کابل او مسکو اقتصادي همکارۍ لپاره د طرحې پر جوړولو بین الوزارتي غونډه شوې
د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د کابل او مسکو ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاريو ته د معقولې طرحې جوړولو لپاره یې بین الوزارتي ناسته کړې.
یاد وزارت ویلي، دغه ناسته د مالیې وزارت اړوند د همغږۍ، څارنې او راپور ورکولو لوی ریاست په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو او سکټورونو استازو سره شوې، چې له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، دوه اړخیزو همکاریو او نورو مسائلو خبرې شوې دي.
دې ناسته کې، د روسیې فدراتیف سره د اقتصادي اړیکو ودې لپاره د یوې هر اړخیزې طرحې د جوړولو پرېکړه شوې.