د ۱۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې

د ۱۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې افغانستان
د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

اقتصادي معاونیت وايي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۱۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې شوې، چې د اسلامي امارت له لوري تموېلېږي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د روزګان چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند سنګین ولسوالۍ د نهرالسراج کانال لومړی لاټ او د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک جوړول شامل دي.

 دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنایي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایل او لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول هم یادو پروژو کې شامل دي.

 

همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې د «افغان کندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د سرغړونو له امله د شپږو میاشتو لپاره په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.

تړلي موضوعات