اسلامي امارت: امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي

اسلامي امارت: امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو  تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي نړۍ
د افغانستان اسلامي امارت بیرغ

د افغانستان اسلامي امارت پر یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا بریدونه په سختو ټکو غندلي دي او دا یې د نړېوالو اصولو ښکار نقض بللی دی.

اسلامي امارت ویلي، چې دا بریدونه د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل دی، چې د منځني ختیځ او د سيمې ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت خپره کړې اعلامیه کې امریکا ته وریاده کړې، چې امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.

اعلامیه زیاتوي، له بده مرغه سيمه‌ييز او نړېوال اغېزناک دولتونه ونه توانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې نورو هیوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.

اسلامي امارت د امریکا او بریتانیا پر ولسونو غږ کړی، چې خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته مه پرېږدئ، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې نوموړي ملتونه هم زیان او صدمه ویني.

د افغانستان حکومت پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرائطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو پر وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا او بریتانیا پر یمن تېرو ۴۸ ساعتونو کې دوه لوی هوايي بریدونه کړي دي، چې شاوخوا سل هدفونه په نښه شوي دي.

تړلي موضوعات