پکتیا کې د راستانه شویو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د قطري مېرمنو په مالي ملاتړ د راستانه شویو کډوالو لپاره د دارالقرار په نوم ښارګوټی چې ۲زره جریبه ځمکه ده پکې د ۱۰۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې.
له پکتیا څخه د حریت راډیو خبریال د استول شویو معلوماتو په بنسټ، د پرانېستې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت په قیادت کې ټوله کابینه هڅه کوي چې کډوالو ته د رسېدنې په موخه د هستوګنو جوړېدو سربېره، د زده کړو، روغتیايي خدمتونو، کار او نور د ژوند اړین سهولتونه چمتو کړي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې راستانه شویو کډوالو له ډلې چې مستحقې بلل شوې د هر کس په سر یوه بیسوه ځمکه ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان څخه افغان کډوال په داسې حال کې په زور را اېستل کیږي، چې له ډلې یې د ډېریو شتمنۍ ګرځول شوې دي، په همدې موخه افغان حکومت هڅه کړې ستونزې یې حل کړي.