د متحده عربي اماراتو ځانکړي استازي د ټرانسپورټ وزیر سره کتلي

د متحده عربي اماراتو ځانکړي استازي د ټرانسپورټ وزیر سره کتلي افغانستان
د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازې سره د ټرانسپورټ وزیر کتنه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، د ټرانسپورټ وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره په ټرانسپورټي همکاریو خبرې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې او دې سکټور ته د پانګونې د جلبولو په اړه تفصیلي خبرې کړې.

بلخوا د متحده عربي اماراتو استازي د افغانستان په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي، چې افغانستان اوس له پخوا د پانګوالو لپاره ډاډمن چاپېریال لري، چې تازه چینایي پانګوالو د موټرو د تولید فابریکي پر جوړولو د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

تړلي موضوعات