د هرات والي د یو پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی

د هرات والي د یو پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی افغانستان
د هرات والي نور احمد اسلام جار

د هرات ولایت مقام رسنیو دفتر ویلي، د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د یو سوداګریز پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په رسمي سفر تللی.

ټاکل شوې ښاغلی اسلام جار به د دې سفر په جریان کې د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې ولري او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزېټي همکاریو پراختیا او د ګډو بنسټیزو پروژو پر بیا پیل به خبرې اترې وکړي.

د هرات والي داسې مهال ترکمنستان ته په سفر تللی، چې اسلامي امارت تل له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزېټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات