بهرنیو چارو وزارت: د سیمې امنیت او ټیکاو د اسلامي امارت لپاره مهم دی

بهرنیو چارو وزارت: د سیمې امنیت او ټیکاو د اسلامي امارت لپاره مهم دی افغانستان
بهرنیو چارو وزارت کې علمي بحث

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د « د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» په نوم علمي ناسته کړې.

د یاد مرکز رئیس ولي الله شاهین په خپلو خبرو کې ویلي، د سیمې دا دوه اټومي هېوادونه به جګړې ته داخل نه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي کړکېچ د هواري لپاره یې سیاسي او سوله ییزې لارې چارې غوره ټاکنه بللې.

د دې ناستې ګډونوالو په افغانستان د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ منفي اغېز ته په اشارې ویلي، د واګه بندر تړل کېدل د افغانستان صادراتو د درېدو لامل شوی او د سوداګرۍ برخه ته زیان رسېدلی.

هغوی ویلي، اسلامي امارت ته د سیمي او امنیت او ټیګاو ځانګړی اهمیت لري او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې د رامنځته شوي وضعیت د مدیریت لپاره پوره چمتووالی ولري.

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح کیږي، چې تازه پاکستان له هند څخه د افغانستان واردات هم درولي دي.

تړلي موضوعات