پاکستان د واګه بندر له لارې هند ته د افغان لاریو د تګ اجازه ورکړې

پاکستان د واګه بندر له لارې هند ته د افغان لاریو د تګ اجازه ورکړې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان د افغان سوداګرو ۱۵۰ بار وړونکو لاریو ته چې یاد هېواد کې درول شوې وې هند ته د تګ اجازه ورکړل شوې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه پرېکړه پاکستان کې د افغانستان سفارت په غوښتنه شوې.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چمتو دي هغه لارۍ چې د تېري اپرېل میاشتې ۲۵مې نېټې څخه مخکې د پاکستان خاورې ته دننه شوې او هند ته د ټرانزېټ موقت ځنډ له کبله درول شوې وې د تګ اجازه ورکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه اقدام د تېرو څو اونیو راهیسې د رامنځته شوي بندښت د خلاصون په معنا دی.

پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې یوه اوونۍ وړاندې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو تر خونړي برید وروسته، اسلام اباد د نوي ډیلي د اقداماتو په غبرګون کې له دغه هېواد سره خپلې پولې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړلې وې.

تړلي موضوعات