د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: فرضي کرښې ته څېرمه د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت خدماتي پروژې پیلېږي
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ختیځ زون کې فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت خدماتي پروژې پیلېږي.
یاد وزارت وايي، یادې پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مومندره او خوګياڼو ولسوالیو کې د څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانيو په ارزښت پلې شي او ځایي اوسېدونکې به یې په نږدې راتلونکې کې له ګټو برخمن شي.
یاده دې وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هغو سیمو ته چې تر دې وړاندې له پامه غورځېدلې وې د مسؤلینو له لوري ورته ځانګړې پاملرنه شوې.