امنیتي او تصفیوي کمېسیون: کميت پر ځای دې د امنیتي ځواکونو کیفیت ته پاملرنه وشي
د امنیتي او تصفیوي مرکزي کمېسیون ناسته کې د هېواد د امنیتي او دفاعي برخو تشکیلاتو ترڅنګ پر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو بحث شوی.
د کورنیو چارو وزارت د اداري معین او د یاد کمېسیون غړي ملا رحمت الله نجیب په مشرۍ دې غونډه کې د تشکیلاتو د اصلاح او تنظیم پر اهمیت ټینګار شوی.
د یاد کمېسیون غړو د یو داسې میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو ژمن، مستحق او مسلکي اشخاص خپلو دندو ته دوام ورکړي.
همداراز د کمېسیون ناسته کې د تصفیوي چارو د وروستیو مرحلو ژر بشپړېدو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو د کمیت پر ځای کیفیت ته په جدي پاملرنې ټینګار شوی دی.