افغان او روسي چارواکو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې

افغان او روسي چارواکو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې سیاست
د افغانستان لپاره د روسیې وځانګړي استازې سره د کورنیو چارو وزیر کتنه

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان په اړه د مسکو وروستیو اقداماتو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو پر لور یو مهم ګام بللی.

دې کتنه کې دواړو لوریو د سفارتي کچې د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړولو، متقابل تعامل، امنیتي او سوداګریزو همکاریو په اړه ژمنې کړې دي.

د روسیي ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د یاد هېواد سترې محکمې له لوري د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کولو وروسته کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې په بېلابېلو مسائلو خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات