ډېر ژر به د مسکو لپاره د سفیر په کچه افغان ډیپلوماټ معرفي شي

ډېر ژر به د مسکو لپاره د سفیر په کچه افغان ډیپلوماټ معرفي شي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره کتنه کې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د دوو اړخیرو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او په سیمه ییزو مسائلو خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د روسیې وروستي اقدام هرکلی کړی، چې د اسلامي امارت نوم یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه لرې کړ.

ښاغلي متقي ویلي، مسکو د سفیر په کچه د اسلامي امارت ډيپلوماټ مني او ژمنه یې کړې، چې نږدې وخت کې به مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلوماټ ور وپېژني.

بلخوا ضمیر کابلوف ویلي، اسلامي امارت سره اړیکې ورته اهمیت لري، چې د اړیکو د پراختیا په لار کې د خنډونو لرې کېدو لپاره یې وروستي اقدامات وکړل.

نوموړي د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو کچې لوړول مهم وبلل او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړی.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې لخوا د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم ویستلو سره به د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لوړې کچې ته پورته شي، چې د سفیر په کچه افغان ‌ډیپلوماټ معرفت لومړی ګام دی.

تړلي موضوعات