د روسیې ولسمشر: چمتو دی له اوکرایین سره مستقیم مذاکرات پیل کړي

د روسیې ولسمشر: چمتو دی له اوکرایین سره مستقیم مذاکرات پیل کړي نړۍ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره چمتو دی چې په ملکي زېربناوو د بریدونو مخنیوي لپاره له کیف سره مستقیم مذاکرات پیل کړي.

سي اېن اېن ټلویزیون په خپل راپور کې وایي، روانه اونۍ به د امریکا، اروپا او اوکرایین چارواکي  وروسته له هغې لندن کې ناسته وکړي، چې امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و، که د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې برخه کې پرمختګ رانشي د سولې له هڅو به یې لاس واخلي.

سرچینه وايي، پوتین تېره ورځ خبریالانو ته وویل، ممکنه ده چې په ملکي زېربناوو د بریدونو بندولو په اړه له کیف سره په مستقیم ډول بحث وشي او زیاته کړې ده، چې روسیه د سولې نوښتونو هرکلی کوي.

غربي رسنیو ویلي، چې نن سه شنبه ۱۱۵۳ مه ورځ ده، چې اوکرایین او روسیه په جګړه کې سره ښکېل دي او د جګړې له پیل راهیسې به دا لومړی ځل وي، چې دوړاه لوري مستقیمو خبرو اترو ته کېني.

تړلي موضوعات