د اسلامي امارت رئیس الوزراء: له کډوالو سره ناوړه چلند به اړیکې سړې او تېر مناسبات به زیانمن کړي

د اسلامي امارت رئیس الوزراء: له کډوالو سره ناوړه چلند به اړیکې سړې او تېر مناسبات به زیانمن کړي سیاست
د پاکستان پلاوي مشر سره د رئیس الوزراء کتنه

دارګ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.

ارګ ویلي، دې کتنه کې د افغانستان رئیس الوزراء له پاکستانه د کډوالو په جبري ستنېدلو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، دغه کړنه به نه یوازې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي زیانمنې کړي بلکې، په تېرو مناسباتو به هم د بطلان کرښه راوکاږي.

ملا محمد حسن اخند د افغان کډوالو سره د پاکستاني نظامیانو چلند باندې اندېښنه ښودلې او دغه کړنه یې د اسلامي او نړېوالو اصولو خلاف بللې او په تدریجي او باغزته ډول یې د کډوالو د ستنېدو غوښتنه کړې.

نوموړي د سپین بولدک او تورخم دراوزو په بندېدو نیوکه کړې او اقتصادي اړیکې یې د دواړو هېوادونو په ګټه بللې دي.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر موخه افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا بللې په خبره یې، هڅه به وکړي چې موجوده ستونزې د خبرو او ګډو همکاریو لارې حل او فصل شي.

تړلي موضوعات