د هېواد ټولو ولایتونو ته له مرکزي سېلو د غنمو لېږد لړۍ پیل شوه
طبیعي پېښو ته د رسېدنې ملي اداره وایي، د اسلامي امارت مشرتابه د لارښوونې له مخې یې د هېواد ټولو ولایتونو ته له مرکزي سېلو د غنمو لېږد لړۍ پیل کړې.
یادې ادارې ویلي، د همدې لارښوونې پر اساس یې نورستان ولایت ته ۱۰۰ ټنه غنم لېږدولي دي.
پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه اندازه غنم به نورستان کې د احتمالي پېښو زیانمنو شویو کورنیو باندې ووېشل شي.
د یادونې ده، چې لېږدول شوي غنم به نورستان کې له پېښو سره د مبارزې ریاست په ګودام کې ذخیره او د اړتیا پرمهال مستحقو او زیانمنو کورنیو باندې ووېشل شي.