د افغانسـتان بهرنیو چارو وزیر: کابل او اسلام اباد باید د باور په فضا کې خپلمنځي مسائل حل کړي

د افغانسـتان بهرنیو چارو وزیر: کابل او اسلام اباد باید د باور په فضا کې خپلمنځي مسائل حل کړي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان ځانګړي استازي سره


د افغانســتان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې "JCC" راس کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کتلي. 

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د روان وضعیت په اړه د خبرو ترڅنګ د کابل او اسلام اباد اړيکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځينو مسائلو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو جبري ايستلو په اړه ژوره اندېښنه شريکه کړې. 

ښاغلي متقي ټينګار کړى، چې دواړه هېوادونه باید د باور په فضا کې خپلمنځي مسائل د خبرو اترو له لارې حل کړي او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وشي، چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي. 

بلخوا د پاکستاني پلاوي مشر ويلي، په دې بايد غور وشي، چې بايد راپورته شوې ستونزې څنګه حل شي. 

نومړي ويلي، نږدې وخت کې به د پاکستان لومړى وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير کابل ته سفر وکړي، چې ياد سفر به د دواړو لوریو ترمنځ مثبتې پایلې ولري. 

‏د صادق خان په مشرۍ د پاکستان پلاوى د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره تېره ورځ کابل ته راغلى.

تړلي موضوعات