زلمی خلیلزاد: پاکستان هڅه کوي د کډوالو منځ کې داعشي خوارج هم افغانستان ته واستوي

زلمی خلیلزاد: پاکستان هڅه کوي د کډوالو منځ کې داعشي خوارج هم افغانستان ته واستوي سیاست
زلمی خلیلزاد

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کډوالو منځ کې له پاکستانه افغانستان ته د داعشي خوارجو په استولو اندېښنه ښودلې.

 خلیلزاد ویلي، باخبره سرچینو ورته ویلي، چې پاکستان هڅه کوې د کډوالو ډله ییز وتلو په استفادې افغانستان ته د داعش په اړولو کې استفاده وکړي.

 دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د داعشي خوارجو د مرکزونو د شتون په اړه خپله اندښېنه ښودلې وه او د سیمې او نړۍ له هېوادنو یې غوښتي و چې مخنیوی لپاره یې لاس په کار شي.

 د یادونې ده، چې له پاکستانه د کډوالو دویم پړاو کې تېرو دوو اونیو کې تر اوسه تر ۵۰ زرو زیات کډوال په جبري ډول له پاکستان ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات