د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اکاډمیکو شخصیتونو لپاره د سفرونو پر فرصت خبرې شوې
مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیبالله احمدي د مالیزیا د پوهنې پخواني وزیر او اوس د دغه هېواد د پرمختللو اسلامي زده کړو نړېوال انسټېټيوټ مشر ډاکټر مزلي ملک سره کتلي.
دغه لیدنه چې کوالالمپور کې شوې موخه ترې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د تعلیمي همکاریو، اسلامي څېړنو او دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ده، چې دواړو لوریو پرې بحث کړی.
ناسته کې همدا راز، د اکاډمیکو او با نفوذه شخصیتونو ترمنځ د اړیکو او متقابلو سفرونو پر فرصتونو هم خبرې شوې دي.
سرچینه وايي، په پايله کې دواړو لوريو د دوه اړخيزو همکاریو پياوړتيا او دوام ته هیلې څرګندې کړې.