د پاکستان له زندانونو ۲۰۰ تنه افغان کډوال را خوشي شوي

د پاکستان له زندانونو ۲۰۰ تنه افغان کډوال را خوشي شوي افغانستان
د پاکستان له بنديخانو راخوشي شوي افغانان

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې د پاکستان له بند خونو ۲۰۰ افغان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه کړي.

یاد وزارت ډیورنډ فرضي کرښې سرحدي امریت له قوله ویلي، یاد کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له ۱۵ څخه تر ۶ میاشتو پورې بند تېرېدو وروسته راخوشي او بېرته هېواد ته راستانه شوي.

راخلاص کسان د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته د ملي دفاع وزارت له لوري خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت مسؤلینو په هڅو په هرو څو ورځو کې د پاکستان له بندخونو په لسګونو هغه افغان بندیان راخوشي کیږي، چې هلته په یوه او بله بهانه نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

تړلي موضوعات