بهرنيو چارو وزير قزاقستاني پلاوي سره د بيارغونې او زېربناوو په جوړونې خبرې کړې
د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د ستراتژيکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور يرکين توکوموف سره کتنه کې د افغانستان بيارغونې، زېربناوو جوړونې، کرنيزو، سوداګريزو او برېښنايي حکومتولۍ خبرې کړې دي.
بهرنيو چارو وزارت ويلي، دې کتنه کې ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل د لا پراختیا اقتصادي او سوداګریزو برخو ترڅنګ د سياسي اړيکو کچې لا لوړېدو هيله څرګنده کړې.
بلخوا د قزاقستاني پلاوي مشر توکوموف کابل ته د خپل سفر موخه د افغانســــــــتان ځمکني واقعيتونه د ياد هېواد ولسمشر او ولس ته منعکسول ښودلې.
نوموړي ويلي، د سفر پر مهال يې د افغانســــــــتان وضعیت په اړه مثبت اغېز اخېستى په خبره يې، ولسمشر يې د افغانستان مسائلو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو او تعامل لامل شوې.