د افغانستان اسلامي امارت: افغانستان د پاکستان امنیتي ستونزو مسئول نه دی

د افغانستان اسلامي امارت: افغانستان د پاکستان امنیتي ستونزو مسئول نه دی سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وروستۍ څرګندونې رد کړې.

ملا حمدالله فطرت ویلي، افغانستان د پاکستان امنیتي ستونزو مسئول نه دی او یاد هېواد کې امنیتي ستونزې د اسلام اباد کورنۍ مسئله ده.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي او دې برخه کې دې افغانستان ته ملامتۍ ګوته نه نیسي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی، چې پاکستان ته وسله‌والې ډلې له افغانستان ورځي او هلته په نا امنیو لاس پورې کوي هغه پوچه ادعا چې اسلامي امارت په وار وار رد کړې.

تړلي موضوعات