محمد زبیر ودان: د افغانستان اقتصادي ثبات او وده کې د ترکیې رول مهم دی

محمد زبیر ودان: د افغانستان اقتصادي ثبات او وده کې د ترکیې رول مهم دی افغانستان
ترکیه کې د افغانستان شارژدافیر

ترکیه کې د اسلامي امارت شارژدافیر محمد زبیر ودان د ترکیې سعادت ګوند د اروپا برخې مسئول صمد سامع تمل سره کتنه کې د افغانستان او سیمې اقتصادي ثبات او وده کې د ترکیې رول مهم او حیاتي بللی دی.

ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي، دواړو لوریو دې کتنه د افغانستان او ترکیي تاریخي اړیکو او د سیمې روان وضعیت ترڅنګ د دواړو هېوادونو کلتوري او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.

ښاغلي تمل د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار کړی او د داړو هېوادونو ترمنځ یې دهمکاریو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې ترکیې سره د اړیکو په پیاوړتیا سره د دې هېواد پانګوالو پام افغانستان ته واړوي او دا مهال ترکي پانګوالو افغانستان کې په ګڼو پروژو په ځانګړي ډول برېښنا تولید کې پانګونه کړې.

تړلي موضوعات