میانمار کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر نږدې ۳۵۰۰ تنو ته رسېدلی
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې میانمار کې د ویجاړونکې زلزلې د مړو شمېر ۳زره ۴۷۱تنو او د ټپیانو شمېر یې بیا ۴زره ۶۷۱تنو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې د زلزلې له کبله زیانمنو سیمو کې د باران اورښت د مرستندویه ټیمونو مخه ډب کړې چې ورسره د وبا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ هم زیات شوی دی.
دغه زلزله چې ټایلنډ کې یې هم ټکان حس شوي دې هېواد کې یې هم د ۲۴تنو ژوند اخیستی.
یاده زلزله چې د ۲۰۲۵ مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه پېښه شوه وروستیو لسیزو کې په یاد هېواد کې تر ټولو شدیده او ویجاړونکې هغو څخه شمېرل کیږي.