تېره ورځ پاکستان کې شاوخوا ۶۰ تنه افغان کډوال نیول شوي
د پاکستان جیو نیوز خبري شبکې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ټول پاکستان کې د کډوالو پېژندلو او نیولو پراخ عملیات پیل کړي.
سرچینه کاږي، چې نظامي ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال اسلام اباد او راولپنډۍ کې شاوخوا ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
دا اقدامات د پاکستاني حکومت د هغه پلان یوه برخه ده، چې د ټاکل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو ایستنې برخه کې عملي کېږي.
ویل کیږي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت دولت په بیا واکمنېدو سره پاکستان د افغان کډوالو په تړاو سخت دریځ غوره کړی، چې تېرو ۳ کلونو کې یې د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف سلګونه زره افغان کډوال له خپل هېواد په جبري ډول ایستلي دي.