د میانمار زلزلې د مړو شمېر تر ۳زرو تنو واوښت
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې میانمار کې د دوو پرلپسې زلزلو د مړو شمېر ۳زره ۸۵تنو ته ورسېد.
د ترکیې انادولو خبري اژانس د میانمار نظامي حکومت چارواکو له قوله ویلي، د مړو شمېر ۳زره او ۸۵ تنو ته او د ټپيانو شمېر بیا ۴زره ۷۱۵ تنه ته پورته شوی دی.
څو ورځې وړاندې د میانمار مرکز کې د ریشتر په کچه ۷.۷ او ۶.۴ درجې دوه پرلپسې زلزلې وشوې چې ټکان یې په ګاونډیو هېوادونو ټایلنډ او چین کې هم حس شول.
یادو زلزلو ګڼ مالي زیانونه هم تر شا پرې ايښي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي.