د فلسطيني ولس په ننګه... حوثيانو په بريا د بين ګوريون هوايي ډګر په نښه کړی
د يمن حوثي ځواکونو خبر ورکړی، چې د فلسطيني ولس په ننګه يې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اسرائيلي مېشتو سيمو دننه بين ګوريون هوايي ډګر په بريالۍ توګه په بالستيک توغنديو په نښه کړی دی.
د حوثیانو پوځي وياند يحيی سريع په يوه تلويزوني اعلاميه کې وويل: «حوثي توغنديز ځواک په خپلو تازه عملياتو کې په اشغال شوې سيمه يافا کې بين ګوريون هوايي ډګر په نښه کړی دی».
هغه څرګنده کړې ده، چې «هدف په ذوالفقار ډول باليستيک توغندي په نښه شوی او توغندی په بريالۍ توګه خپل هدف ته رسېدلی دی». يحیي سريع زياته کړې چې «دا عمليات يې د مظلوم فلسطيني ولس د ننګې او د هغوی د ثابت مقاومت د ملاتړ په پار کړي دي».
د نوموړي په وينا د اسرائيلو د دې هوايي ډګر په نښه کېدل «د فلسطيني ولس په ملاتړ کې د يمن د عملياتو په مخنيوي کې د امريکايي دښمن ناکامي ښيي».
حوثيانو دا ځل هم او وړاندې هم ټينګار کړی چې که د يمن په خاوره امريکايي بريدونه څومره هم ډېر شي، زموږ ځواکونه به له خپل ديني، اخلاقي او انساني مسووليته لاس په سر نه شي او د اسرائيلي دښمن په ضد به تر هغو خپل عمليات روان وساتي، تر څو چې په غزه بريدونه ودرېږي او کلابندي يې ماته شي.
د غزې د ملاتړ په پار حوثيانو د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهيسې په سره سمندر کې د اسرائيلو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د کښتيو په نښه کول پيل کړي او وروسته يې په اسرائيلي مېشتو سيمو توغندي ورول هم پيل کړل. امريکا او انګلستان په ګډه د حوثيانو د دې بريدونو په غبرګون کې په يمن پراخ بريدونه وکړل، د مارچ په ۱۵مه امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې خپل پوځ ته يې امر کړی چې د حوثيانو په ضد لوی بريد پيل کړي، خو حوثيانو بيا بيا ټينګار وکړ چې دا به يې له خپل هوډه لاس په سر نه کړي.
د يادونې وړ ده چې حوثيان يوازېنۍ ډله ده، چې د غزې په ملاتړ کې يې د خپلو بريدونو له پيل راهيسې تر دې دمه دا بريدونه روان ساتلي، د فلسطين اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په ځلونو د حوثيانو د دې کار ستاينه او مننه وکړه او ورسره يې د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم وغوښتل چې د اسرائيلو له لوري د فلسطينيانو د ټولوژنې د مخنيوي په پار چې هر شی کولی شي؛ و يې نه سپموي.