د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو بندخونو ٥٤ افغان بندیان خوشې شوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړى، د ياد وزارت او ابوظبي کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هلو ځلو په پايله کې د ياد هېواد له بېلابېلو بندخونو ٥٤تنه افغان بندیان راخوشې شوي.
بهرنیو چارو وزارت د اماراتو د دولت رئیس محمد بن زايد آل نهيان له دغې پرېکړې هر کلى کړى، چې د روژې مياشتې کې يې د بندي افغانانو د خوشې کېدو پرېکړه او لورېينه کړې.
ياد وزارت د اماراتو دغه ګام له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې يوه ښه بېلګه بللې.
دغه بندیان داسې مهال بېرته هېواد ته راستنېږي، چې د اسلامي امارت په هڅو څو ورځې وړاندې له ايرانه هم افغانستان ته د افغان بندیان د راستنېدو لړۍ پیل شوه، چې په لومړۍ جوپه کې د نيمروز ابرېشم پول له لارې ٢١١ تنه هېواد ته راستانه شول.