کابل نړېوال هوايي ډګر کې څلور چینايي وګړي د سرو زرو د قاچاق په تور نیول شوي
د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي ریاست مسؤلینو خبر ورکړی، چې د کابل نړېوال هوايي ډګر کې امنیتي ځواکونو له لوري څلور تنه چینايي وګړي له کابل څخه چین ته د سرو زرو د قاچاق په تړاو نیول شوي.
د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست ویاند عابدالله فاروقي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې دغه کسانو غوښتل ۶۷۸ ګرامه خام سره زر د کابل هوایي ډګر له لارې چین ته قاچاق کړي.
دغه کسان په داسې حال کې د افغان امنیتي منسوبینو لخوا په کابل هوایي ډګر کې نیول شوي، چې تر دې وړاندې د سرحدي پولیسو قومندانۍ په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو او بندرونو کې د ۳۵۱ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و.