د امریکا استخباراتي اداره: چین د امریکا لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی
د امریکا ملي اطلاعاتو سازمان یا CIA ادارې کلنی راپور ښيي، چې چین د امریکا لپاره له پوځي او سایبري پلوه تر ټولو ستر ګواښ دی.
دغه راپور پرون سه شنبه د یادې ادارې له لوري د ګواښونو کلنۍ ارزونې په موخه نشر شوی دی.
د امریکا دغه اطلاعاتي راپور وايي، چې چین به تر ۲۰۳۰ کال پورې مصنوعي ځیرکتیا کې د نړۍ مخکښ هېواد وي.
رویټرز خبري اژانس واشنګټن کې د چین سفارت چارواکو په حواله ویلي، بیجنګ هوډ لري نړۍ کې د سولې ثبات لپاره یو ځواک وي په خبره یې، امریکا د دې بهانو پر ځای د فنټانیل درملو کارونه چې په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده، مخنیوی دې وکړي.
د روغتیا برخې کارپوهان وايي، چې فنټانیل د بېهوښۍ یا شدید درد د تسکین هغه درمل دي چې له تاریاکو جوړېږي او د هیرویین په پرتله ۵۰ ځله قوي دي خو اکثریت خلک یې د نشه یي توکو پر ځای کاروي.