د امریکا ملي اطلاعاتو سازمان: نور د افغانستان له خاورې امریکا ته هیڅ ګواښ نشته

د امریکا ملي اطلاعاتو سازمان: نور د افغانستان له خاورې امریکا ته هیڅ ګواښ نشته نړۍ
د امریکا د اطلاعاتو ملي سازمان کلنی راپور

د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان تازه په خپل کلني راپور کې چې د امریکا متحده ایالتونو د اطلاعاتي ټولنې له لوري نشر شوی د دې هېواد ملي امنیت ته د متوجه ګواښونو ارزیابي کړې ده.

دغه ۲۹ مخیز راپور چې تېره ورځ د مارچ په ۲۵مه نشر شوی افغانستان اوسنی وضعیت د امریکا لپاره ګواښ نه دی بللی شوی، هغه چې پخوا به دوی د افغانستان شته وضعیت د خپل امنیت لپاره ګواښ باله.

په داسې حال کې چې یاد بنسټ د تېر کال ورته راپور کې څو ځلې افغانستان امریکا ته د ګواښ په توګه یاد کړی و.

نظامي شنونکي وایي، دغه تغییر ښيي، چې د امریکا اطلاعاتي ټولنه دا مهال افغانستان د امریکا امنیت لپاره ګواښ نه بولي.

بلخوا دې راپور کې چین د امریکا ملي امنیت لپاره لومړۍ درجه ګواښ بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په وار وار ویلي، هیڅ کس او ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

تړلي موضوعات