حماس له اسلامي هېوادونو د انساني او تاریخي مسؤلیت د اداینې غوښتنه کړې
حماس جهادي غورځنګ له ټولو اسلامي ملتونو او خلکو غوښتي چې د راتلونکي کوچني اختر وړاندې دې له غزې، الاقصی او بیت المقدس څخه د ملاتړ لپاره یو غږ پورته کړي.
الجزیرې د دغه غورځنګ د خپرې شوې بیانیې له قوله لیکلي، نړیواله ټولنې چوپتیا او د امریکا ملاتړ هغه څه دي چې فلسطیني وګړو عام وژنې ته زمینه برابره شوې.
یاد غورځنګ د نړۍ له خلکو غوښتي چې له هرې ممکنه لارې د دوی د وژنو او کلابندۍ مخنیوي لپاره هڅې ترسره کړي.
سرچینه وايي، دغه غورځنګ د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرنو غوښتي چې خپل تاریخي مسؤلیتونه په غاړه واخلي او په خبره یې، دغه هېوادونو دې د روانې نسل وژنې په برخه کې دې قاطع دریځ غوره کړي.
حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو د وحشتونو راونې لړۍ ته په اشارې ویلي، صهیونېست ځواکونو د امریکا په بشپړ ملاتړ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۱۶۳ زره ډېرو فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دي.