امریکا پر خلیفه سراج الدین حقاني لګول شوې جایزه رسما باطله کړه

امریکا پر خلیفه سراج الدین حقاني لګول شوې جایزه رسما باطله کړه سیاست
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او فدرالي څېړنيزې ادارې اف بي ای د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني باندې د ۱۰ میلیونه ډالرو لګول شوې جایزه رسما باطله کړه.

 نیویارک ټایمز خبر ورکړی، دغه جایزه کابل کې د امریکايي پلاوي د سفر او له هغه وروسته د امریکایي بندي تر خلاصون وروسته باطله شوې وه.

 نیویارک ټایمز د امریکا دغه پرېکړه د اسلامي امارت لپاره ستره بریا بللې.

 امریکا په وروستي اقدام کې د خلیفه سراج الدین حقاني سربېره د اسلامي امارت پر دوو نورو لوړ رتبه غړو حافظ عبدالعزیز حقاني او حافظ یحیی حقاني هم لګول شوې جایزې باطلې کړې.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني د امریکا تر دې پرېکړې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د دې بندیزونو له منځه تلل د اسلامي امارت ستره سیاسي بریا وبلله په خبره یې، دې سره به د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پیل برخه کې بندې دروازې پرانېستل شي.

تړلي موضوعات