د کندهار ټرافیکو مدیریت تېر کال څه باندې ۱۸۲میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د کندهار ولایت د ټرافیکو مدیریت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۳ کال یې موټرونو ته جوازونه ورکړې له درکه ۱۸۲میلیونه ۵۴۲زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي.
یاد مدیریت ویلي په همدې موده کې یې ۱۷زره ۴۰۹ بېلابېل ډوله موټرونو ته اسناد توزیع او نوي کړي دي.
د کندهار ټرافیکو مدیریت مسئولینو د عوایدو په راټولېدو کې له بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړی.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هېواد کې د عوایدو راټولېدل په پوره روڼتیا دوام لري او د سترو ملي پروژو په پلي کولو کې ترې ګټه اخېستل کیږي.