ناروې کې د افغانستان سفارت قونسلي خدمتونه بیا پیلوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روانې وري میاشتې په ۴مه نېټه به اوسلو کې د افغانستان سفارت خپل قونسلي خدمات بیرته له سره پیلوي.
بهرنیو چارو وزارت ناروې کې د قونسلي خدمتونو بیا پیل یو مثبت ګام بللی دی.
تر دې وړاندې د ناروې بهرنیو چارو وزارت سرچینو هم منلې وه، چې اسلو کې یې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت ډیپلوماټ منلی دی.
سرچینې ویلي، د یاد افغان ډیپلوماټ لپاره یې د اوسېدنې یو کلن ډیپلوماټیک کارت هم صادر کړی دی.
ناروې کې د افغانستان سفارت تېر کال ناروې حکومت د فشارونو له کبله وتړل شو او د تېرې ادارې ډیپلوماټان یې رخصت کړل.
یاد اروپايي هېواد کې د افغانستان سفارت داسې مهال خپل قونسلي خدمات پیلوي، چې د بهرنیو چارو وزارت په وار وار له نړۍ سره په مثبت تعامل ټینګار کړی.