د بهرنیو چارو وزیر: د نورو ګاونډیانو په څېر باید پاکستان سره هم ستونزې حل شي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې مېشتو سفیرانو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته د روژه ماتي ضیافت پر مهال وویل، افغانستان خپلو ګاونډیو هېوادونو سره هیڅ راز ستونزې نه لري.
مولوي امیرخان متقي هیله وښوده، چې پاکستان سره هم د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر باید ستونزه حل شي.
ښاغلي متقي ټینګار وکړ، دواړه هېوادونه باید خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې زیان یې ولسونو ته رسېږي.
نوموړي د سیمي او نړۍ هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکو ته په اشارې ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو هېوادونه سره تعامل زیاتېږي.
بهرنیو چارو وزیر دغه راز له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې کډوالو ایستلو پروسه په تدریج سره ترسره کړي، څو په کور دننه یې په ښه ډول مدیریت وشي.
متقي یو ځل بیا ګاونډیو، سیمي او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي او چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.